افغانستان کې د کوچۍ مېرمنو ژوند؛ «خاوند مې وايي، بل واده کوم، هلکان کم دي»

د ښځو  حقونو او ټولنیزې پراختیا ته په پام کوچۍ مېرمنې او نجونې لاهم د ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. فقر، په کم عمر کې واده، ښوونیز او روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی، نورې هغه برخې دي چې کوچۍ مېرمنو او نجونو ته یې ژوند سخت کړی دی.

د افغانستان بانک: خلک دې بې‌جوازه صرافانو سره له پولي معاملاتو ډډه وکړي

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږد‌رالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نه‌لري.

د افغانستان بانک خبرداری ورکړی، که بې‌جوازه صرافان خپلې غیرقانوني کړنې ونه‌دروي، قانوني چلن به ورسره وکړي.

پل‌علم ښاروالي د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵ پروژې بشپړې کړي

لوګر کې د پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارلي دي. سعید زیاتوي، دغه پروژې د پل‌علم ښاروالي د پراختیایي بودیجې له لوري د شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې سپارل شوي دي.