د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د ا.ا له احتمالي اېستلو څخه د سرپرست حکومت هرکلی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د ا.ا د نوم اېستلو د احتمال په اړه ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی دی.

د ښځو د مالکیت په اړه د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ شتمني نه لري

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سلام‌وطندار نظرپوښتنه چې ۳۷۰ ښځو په‌‌کې برخه اخیستې، ښيي چې په افغانستان کې ښځې د مالکیت حق نه لري.
په دې سروې کې د ګډونوالو نږدې ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ پانګه نه لري او یوازې ۵،۱ سلنه هغو ویلي چې جایداد لري. دغه راز ۷۳ سلنه ښځو ویلي چې پر خپلو شتمنیو بشپړ کنټرول نه لري.

افغاستان کې د مُلکیت حق ته د ښځو د لاسرسي څرنګوالي ارزونه

د مالکیت حق د فردي حقونو له ډلې دی چې هر انسان پورې تړاو لري او جنسیتي او نور توپیرونه نه‌شي کولای چې یو انسان له دې حق محدود او محروم کړي. خو د مخ پر ودې هېوادونو کې د ښځو مالکیت حق له خنډونو او ستونزو سره مخ دی.

د دې څېړنې بنسټ‌ییزه موخه افغانستان کې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې معلومول دي.

لښکرګاه ښاروالي سږکال د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کوي

هلمند کې د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۳کال کې به د مرکز لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کړي. د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدابشار سلام‌وطندار ته وویل، ۱۴۰۳کال کې پلان لري چې ۱۴پروژې پلې کړي.

شنونکي: پر افغانستان د پاکستان د تورونو تر شاه د دوی او د امریکا ګټې نغښتي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تازه د دغه هېواد پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یوې غونډې پرمهال یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» غړي افغانستان کې شتون لري.

هغه له سرپرست حکومت غوښتنه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو ساتلو لپاره باید افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي مشران پاکستان ته وسپاري.

کابل د پنځه ولایتونو په کچه د «بوکسېنګ» سیالیو اتلولي وګټله

د لوګر د بدني روزنې او سپورت ادارې چارواکي وایي، د بوکسېنګ عمومي فدراسیون سره په همکاري د دغه ولایت په کوربه‌توب د پنځه ولایتونو په کچه د بوکسېنګ یوه ورځنۍ سیالي جوړې شوې وې چې د کابل په اتلولي پای ته ورسېدې. یادې سیالي پل‌علم کې د کابل، ننګرهار، خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ جوړې شوې وې.