هېواد کې د درېوو ورځو پرمهال د سېلابونو له امله ۲۱کسان مړه او ۱۹ ټپیان شوي

پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې د اورښتونو له امله سېلابونو د  ۲۱ کسان ژوند اخیستی او ۱۹ نور ټپیان دي. د وروستيو سېلابونو له امله يوشمېر زيانمنې شوې کورنۍ وايي، د سرپرست حکومت له لوري ورسره تراوسه مرستې نه‌دي شوي.

د هرات-بلخ ترمنځ د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه

هرات کې چارواکي وايي چې د «بلخ-هرات» ترمنځ مسافرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مسافروړونکو موټرو نمایندګي پرانېستل شوه.

د یاد ولایت د ځمکني ټرانسپورټ ریاست اداري او مالي امر عبدالحنان سنګري سلام‌وطندار ته وايي، د موټرو دغه نمایندګي یې له ایران دغه ولایت ته راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو لپاره جوړه کړې.

لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې غلا شوی و

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د پاسپورټ رییس د ځمکو اړوند لاریونونو وضاحت لپاره مشرتابه ته غوښتل شوی

دغه ریاست نن دوشنبه، غبرګولي اوومه پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي ترڅنګ د کورنیو او دفاع وزارتونو مسوولان هم د دې موضوع د وضاحت په تړاو مشرتابه ته غوښتل شوې دي. خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست چارې په عادي توګه روانې دي.

رفح کې د اسراییلو برید له امله ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۵ ټپیان دي

غزه کې چارواکي وايي، په سوېل رفح ښار کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی. الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۲۷مه، پر خپل وېب‌سایټ په یوه خپور کړي، راپور کې ویلي چې په دې توغندیز برید کې ۶۵ نور کسان هم ټپیان شوې دي.

پکتیکا کې د خلکو په لګښت په درې میلیونه افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالي کې د سیمې خلکو په شخصي لګښت د «خوشحال بابا» په نوم لېسې کې د يوې نوې ودانی د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي چې «يک‌شنبه، غبرګولي شپږمه» د یوسف‌‌خېلو ولسوالي اوسېدونکو له‌خوا په درې میلیونه افغانيو دغه ښوونځي کې د یوې بلې نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.