
د حماس القسام لوا پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي
د حماس اړوند د القسام برېګېډ په نوم وسلهواله ډله وايي چې نن یکشنبه، مې ۲۶مه یې د اسراییلو پر تلابیب ښار د توغندیو پراخ بریدونه کړې دي.
د حماس اړوند د القسام برېګېډ په نوم وسلهواله ډله وايي چې نن یکشنبه، مې ۲۶مه یې د اسراییلو پر تلابیب ښار د توغندیو پراخ بریدونه کړې دي.
بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې تېره شپه د دغه ولایت مرکز کې د سېلاب له امله د یوې کورنۍ لس غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سېلاب د فیضاباد ښار په «مورچک» کلي کې بېګاه شپه «شنبه، غبرګولي پنځمه» راوتلی دی.
د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د «شراب جوړولو یوه کارخونه» کشف او لهمنځه وړې.
د تورغونډۍ د کمیسارۍ مشر حضرتاغا نن یکشنبه، غبرګولې شپږمه سلاموطندار ته وویل، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د تورغونډۍ بندر له لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي چې تېر ته په پرتله زیاتوالی ښيي.
د افغانستان بانک وايي چې د دغه بانک یو پلاوی د نړیوال اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی دی.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، ټاکل شوې دغه پلاوی د دوشنبې او سهشنبې پر ورځو د اسلامي اقتصادي او مالي فورم په کلني نړیوال کنفرانس کې چې په مالیزیا کې جوړېږي، ګډون وکړي.
د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون نن یکشنبه، مې ۲۶مه د یوه پلاوي په مشري په درې ورځني سفر المان هېواد ته سفر کړی دی.
د یاد سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د حکومتونو کابینې ګډه ناسته کړې، څو د اروپايي ټولنې د پارلماني ټاکنو په درشل کې خپل یووالی په ډاګه کړي.
د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ په پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد لوبډله له کلکته نایټرایډرز سره لوبېږي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، مې ۲۶مه د هند د چینای په «اماې چېډامبارام کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي. دواړه لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ کوالېفایر لوبه کې د یوه بل پر وړاندې لوبېدلي چې کلکته نایټرایډرز پهکې بریا خپله کړه.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون