د م.م د سرمُنشي سیاسي مرستیالې دوحې غونډه کې ا.ا ته د ګډون بلنه ورکړې

د ملګروملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې روزمیري دیکارلو کابل ته د خپل سفر پرمهال د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره لیدلي دي.

د ارګ له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې د ځینو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړې.

هلمند کې سېلابونه؛ نږدې دوو میاشتو کې ۲۸کسان مړه او ۴۹ ټپیان شوي

هلمند کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې دوو میاشتو پرمهال د شویو اورښتونو او له امله یې د راوتلیو سېلابونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال شېرمحمد وحدت سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان د تېرو ۵۰ ورځو پرمهال مرکز لښکرګاه ښار او ۱۸ولسوالیو کې مړه او ټپیان شوې دي.

د ایران مذهبي مشر د رییسي د مړینې له کبله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

خامنه‌ای د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې په تړاو پیغام کې له نوموړي د «نه ستړې‌کېدونکي انسان» په توګه یادونه کړې. نوموړيد یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم مجاهد او فعال وزیر یاد کړی دی.

د ایران د ولسمشر مړینه؛ حسن اخند: افغانان د زړه له تله غمجن دي

د افغانستان سرپرست حکومت رییس‌الوزرا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د ریاست‌الوزرا له لوري په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې د محمدحسن اخند له‌ قوله ویل شوي چې افغانان د یادې پېښې له امله د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.

د ایران ولسمشر د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ایران ولسمشر ابراهییم رییسي د دغه هېواد په ختیځ کې د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران دولتي رسنۍ «صداوسیما» د نوموړي د مړینې خبر خپور کړی دی. د عراق، هند او اذربایجان هېوادونو د یادې پېښې له کبله دغه هېواد سره خپله خواشیني ښودلې.