د موزیم نړیواله ورځ؛ د ا.ا په واکمنېدو سره د ۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیول شوې

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن د مې مياشتې ١٨مه د اسلامي دورې، د سپینو زرو دورې او آى‌خانم د آثارو د نندارتونونو په جوړولو سره د موزيم نړيواله ورځ ونمانځله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي، د ا.ا له بیاځلې واکمنۍ وروسته يې له هېواده د ۱۵۰۰ لرغونو اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.

د روسیې او چین ګډه خبرپاڼه؛ امریکا او ناټو دې افغانستان کې نظامي اډو پسې نه ګرځي

چین په تېرو دوو ورځو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين کوربه و. چین ته د پوتین د سفر موخه د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخيزو اړيکو او ځينو سيمه‌ييزو او نړيوالو مسايلو خبرې بلل شوې دي.
د روسیې ولسمشریزې ماڼې یا کرېملېن له دغه سفر وروسته د دواړو هېوادونو ګډه خبرپاڼه خپره کړې چې افغانستان هم د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث موضوع وه.

غور کې سېلابونو د اوبو زېرمې ککړې کړي او د ناروغیو زیاتېدو لامل شوي

د غور د مرغاب او چهارسدې ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ویجاړوونکو سېلابونو د څښاک اوبو زېرمې ککړې کړي او د نس‌ناستې په ګډون، د ځینو ناروغیو لامل شوي دي.
د مرغاب ولسوالي اوسېدونکی رحیم‌الله هدف‌مند وايي، د چینو، څاه‌ګانو او مرغاب سیند د اوبو ککړوالی د نس‌ناستې ناروغي زیاتېدو لامل شوی دی.

غور کې خونړيو سېلابونو د دیارلس کسانو ژوند اخیستی

د غور محلي مسوولان وايي، پرون (د غويي ۲۸مه، د جمعې ورځ) په دغه ولایت کې خونړي سېلابونه راغلي چې له کبله یې دیارلس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، یاد کسان د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مړه شوي دي.

د بامیان پروني برید کې درې اسپانویان وژل شوي

رویټرز خبري اژانس د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي چې په بامیان ولایت کې پر سیلانیانو پروني وسله‌وال برید کې د دغه هېواد درې وګړي وژل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دغه برید کې یو بل اسپانوی ټپي شوی هم دی.