افغان ښځینه معلولانې له کوم وضعیت سره مخامخ دي؟

په کابل کې له ۲۴ معلولو ښځو سره د مرکو له لارې د سلام‌وطندار ترلاسه شوې موندنې ښيي چې دغو ښځو د حکومت له لوري د تنخوا ورکولو شرایط پوره کړي، خو اووه‌لس هغو یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. اووه نورې بیا څه‌ناڅه مرستې اخلي، خو ژوند یې پرې نه چلېږي.

د جاوشېنګ او عبدالکبیر لیدنه؛ چین به نړیوالو غونډو کې له ا.ا ملاتړ وکړي

کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د ترانس همالیا غونډه کې ګډون وکړي. محمدعبدالکبیر سره له دې چې ترانس همالیا غونډه کې د ګډون او نه‌ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې پرمختګ او ثبات اړوند مسایلو کې یې د سرپرست حکومت پر فعاله ګډون ټینګار کړی دی.

لوګر کې د کتابونو او هنري اثار یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر ولایت په مرکز پل‌ علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو یو ورځنی نندارتون  جوړ شو.

په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه، تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.

غزه کې ۵اسراییلي ځواکونه وژل شوي او ۷ټپیان دي

د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو په خپل‌منځي ډزو کې پنځه اسراییلي ځواکونه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د اسراییلو پوځ نن پنج‌شنبه، مې ۱۶مه ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په جبالیه سیمه کې یوه ټانک پر خپلو سرتېرو ډزې وکړې.

امریکا دغه هېواد ته د واردېدونکو سپیانو لپاره نوی قانون جوړ کړ

امریکا کې د نوي جوړ شوي قانون له مخې، هغه سپیان چې دغه هواد ته وړل کېږي، باید له شپږو میاشتو ډېر عمر ونه‌لري او پر ساري ناروغیو هم اخته نه‌وي.

د دغه قانون له مخې، له هغو هېوادونو چې امریکا ته سپیان وړل کېږي، باید واکسین شي او د ناروغیو په تړاو یې ډاډ ترلاسه شي.

ای‌پي‌‌اېل؛ حیدراباد له ګجرات سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنج‌شنبه، مې ۱۶مه د دغه لیګ په ۶۶مه سیالي کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډله له ګجرات ټایټنز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې د هند د حیدراباد په «راجېف ګاندي نړیوال کرېکټ» لوبغالي کې پیل شي.

غور کې یو‌شمېر مېرمنې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي

غور کې یو‌شمېر هغه مېرمنې چې د «ملا او مفصلونو» له درد کړېږي، وايي، که څه هم ډاکټر ته یې مراجعه کړې، خو کلونه کېږي چې له دې ناروغي خلاصون نه‌لري.

۳۵کلنه خورشید چې د ملا او پښو له درد کړېږي، سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي چې په وار وار یې د یادې ناروِغي درملنې لپاره ډاکټر ته ورغلې، خو اوس هم له دې ناروغي کړېږي.