غزني کې د وروستیو طبیعي پېښو زیانمن مرستې غواړي

اقلیمي بدلونونو، سختو بارانونو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ویجاړوونکو سېلابونو په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي او د ډېرو کورنیو عادي ژوند یې له ننګونو سره مخامخ کړی دی.
د روان لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو پر مهال په غزني کې لسګونه کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

د چارو ادارې او درېوو وزارتونو د اداري چارو اسانولو لپاره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د اداري کارونو د ساده کولو په موخه د عامې روغتیا، کرنې او پوهنې وزارتونو او له ښاروالي او برښنا شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

ډبلیو‌اېچ‌او: د افغانستان سېلاب‌ځپلې سیمې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان سېلاب‌ځپلو سیمو کې زیانمنې شوې کورنۍ د ښځینه روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته اړتیا لري. تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد یوې خبري غونډې ته ویلي و، افغانستان د ښځینه ډاکټرانو کمښت سره مخ دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشري «تاتارستان» ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې د یاد پلاوي مشري پر غاړه لري، د «روسیې او اسلامي نړۍ» د ۱۵مې اقتصادي ناستې په څنډه کې به افغانستان کې د پانګونې جلبولو لپاره د ځینو هېوادونو پلاویو او سوداګرو سره هم لیده‌کاته ولري.

پنجاب او راجستان نن ای‌پي‌اېل کې د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د دغه لیګ په ۶۵مه لوبه راجستان رویالز لوبدله له پنجاب کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۰۶:۳۰ بجې «چهارشنبه، مې ۱۵مه» د هند د ګووهاټي په «برساپارا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

امریکا اسراییلو ته د یو میلیارډ ډالرو پوځي مرسته لېږي

د جو بایډن په مشري د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرېس ته ویلي، پلان لري چې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه اسراییلو ته ولېږي.

رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سه‌شنبه، مې ۱۵مه د مرستو دغه کڅوړه د ارزونې په موخه کانګرېس ته استولې. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې اسراییلو په غزه کې د امریکا له لوري مرسته شوې وسلې، کارولې دي.

میدان‌وردګ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵کلنه دښمني هواره شوه

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د «دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه» دښمني د یاد ولایت چارواکو ، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه. غونډه کې محمدامین او عبدالغفار کورنیو غړیو یوه او بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له نن څخه وروسته به د دښمني پر ځای دوستي پالي.