امریکا او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه کړې

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ننګونو او نارضایتیو له دوام سره هم‌مهاله، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې یې امریکا سره هوکړه کړې.

د یادو ادعاو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست حکومت مسوولانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

ډیلي او لکناو نن په ای‌‌پي‌اېل کې لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۴مه لوبه کې لکناو سوپر جاینټز له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن سه‌شنبه، مې ۱۴مه د هند د ډیلي په «اروون جېټلې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د هېواد په څلور ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د هېواد په غور، غزني او پنجشېر ولایتونو کې مطالعې او کتاب لوستلو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتاب اوونۍ او مطالعې په نوم د «کتابونو نندارتونه» جوړ شول.

د یادو ولایتونو محلي مسوولان وايي، دغه نندارتونونه چې په‌کې زرګونه ټوکه بېلابېل کتابونه نندارې ته کېښودل شوي، نن سه‌شنبه، غويي ۲۵مه جوړ او دوه ورځې به دوام وکړي.

لوګر کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

د لوګر سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست مسلکي سلاکار انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي سلام‌وطندار ته وویل، د ازرې ولسوالي په «پنځو کڅ» سیمه کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې. نوموړي زیاته کړه په تېرو څو کالونو کې ازرې ولسوالۍ ته د بیارغونې او پرمختګ برخه کې هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې.

هند کې د «بېلبورډ» لوېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۷۴ ټپیان دي

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په «ممبی» کې د تالندې او توپان له امله د یوه بېلبورډ لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بېلبورډ د تېلو ټانک او ورڅېرمه کورونو باندې لوېدلی چې پرمهال یې دغه کسان مړه او ټپیان شوې دي.

د غور «هریرود سیند» ته د موټر لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي

غور کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت «هریرود سیند» ته د یوه پلانکوچ ډوله موټر د لوېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

پېښه بېګاه شپه د فیروزکوه ښار د دره قاضي په نوم سیمه کې رامنځته شوې. د غور امنیتي مسوولانو د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د سړک خرابوالی په ګوته کړی دی.

افغانستان کې د اسټرالیا د جنګي جرمونو افشا‌کوونکی په ۶کاله بند محکوم شو

د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډېوېډ مک‌براېډ په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جرمونو په تړاو د معلوماتو د افشا‌کولو په تور په پنځه کاله او اته میاشتې بند محکوم شوی دی. د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیا مرکز اجرايي رییس راوان عراف د یاد هېواد د حکومت دغه پرېکړه «خندونکې» بللې.