بغلان کې سېلابونه؛ «څو چې کور ته تلم، ماشومان او مېرمن مې اوبو وړي وو»

بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې سېلابونو یې هر څه ترې اخیستي او د ژوند دوام لپاره ان لومړنیو امکانات نه‌لري. د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف د یکشنبې پر ورځ رویټرز اژانس ته ویلي، د افغانستان په شمال کې ویجاړونکو سېلابونو کې ۳۱۰زره ماشومانو زیانمن شوي او تر ۵۰ ډېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان او پاکستان د باروړونکو موټر د تګ‌راتګ لپاره هوکړې ته رسېدلي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، افغانستان او پاکستان د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ لپاره د یوه ګډ میکانیزم په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي چې دواړو هېوادونو په لنډمهاله توګه یو د بل سوداګریزو باروړونکو موټرو چلوونکو ته د سفر لنډمهاله اسنادو پر ورکړې هوکړه کړې.

پکتيا کې د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د مرستو ټولولو صندوق کېښودل شوی

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له ځوانانو سره په ګډه نن «دوشنبه، غويي ۲۴مه» د بغلان، بدخشان او غور ولايتونو سېلاب‌ځپلو ته د مرستو راټولولو صندوق جوړ کړی دی.

د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسولان وايي چې د سېلابځپلو سره د مرستو ټولولو صندوق یې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې اېښی دی.

ای‌پي‌اېل؛ ګجرات نن له کلکتې سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د دغه لیګ په ۶۳مه لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له ګجرات ټایټنز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، مې ۱۳مه د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

په لومړي ځل د ګردېز-ځاځي‌اریوب ترمنځ د «ملي بس» تګ‌راتګ پيل شو

د پکتیا د ملي بس امریت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره د ګردېز-ځاځي‌اریوب ولسوالي ترمنځ د مسافر وړونکي یوازیني ملي بس تګ‌راتګ پیل شو.

د دوی په وینا، ځاځي‌اریوب یوه ګڼ مېشته ولسوالي ده او اوسېدونکي یې ډېری وخت د شخصي موټرو د کرایې لوړوالي له کبله مرکز ګردېز ته تګ‌راتګ نه‌شي کولی.