کابل کې د «صنعت اوونۍ» په نوم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان نړیوال نندارتون د مرکز په ګډې همکاري کابل کې د «صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون» پرانېستل شو چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون نن یکشنبه، غويي ۲۳مه پلازمېنه کابل کې پیل شوی چې د ملي سوداګرو ترڅنګ په‌کې بهرنیو سوداګرو هم ګډون کړی دی.

سېلاب‌ځپلې کورنۍ: سیمو ته مو تراوسه هېڅ‌ ډول مرسته نه‌ده رارسېدلې

د بغلان د بېلابېلو سیمو سېلاب‌ځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه ورسره هېڅ راز مرستې نه‌دي شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یاد ولایت د کرکر سیمې قومي مشر حسام‌الدین سلام‌وطندار ته وايي، د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د دې سیمې اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي او یوازې په همدې سیمه کې نږدې ۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د ایي‌پي‌اېل د نن ورځې دویمه لوبه کې ډیلي له بنګلور سره لوبېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل په ۶۱مه لوبه کې نن مازدیګر ډیلي کپېټلز له رویالز چلنجرز بنګلور لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۰۶:۳۰، یکشنبه، مې ۱۲مه، د هند د بنګلور په «ام چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د لغمان دولت‌شاه کې روغتیايي ستونزې؛ «له مرکز څخه راته دوا نه‌راوړل کېږي»

د لغمان د دولت‌شاه ولسوالي اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د ولسوالي مرکز ته وړي.

د دوی په وینا، ولسوالي یې غرنیزه ده او روغتیايي مرکزونه په‌کې کم دي او د ولسوالي مرکز ته د ناروغانو لېږد پرمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

الله‌ګل مجاهد د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی

د مخکیني حکومت پرمهال د ولسي جرګې غړی الله‌ګل مجاهد کابل کې د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.

د کابل امنیه قومنداني مسوولان وایي چې نوموړی د یوه کس د وژنې په قضیه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی. د الله‌ګل مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د نیول‌کېدو په اړه رسنیو ته څه نه‌دی ویلي. د الله‌ګل مجاهد کورنۍ تراوسه د نوموړي د نیول‌کېدو په اړه رسنیو ته څه نه‌دی ویلي.

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ کډوالو وزارت: ۳۱۵ مړه شوي او ۱۶۳۰ ټپیان دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱۵کسانو ته لوړ شوی او ۱۶۳۰ نور کسان ټپیان شوې دي.

دغه سېلابونه جمعه، غويي ۲۱مه د بغلان مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولې دي.

خوست کې په ۱۸میلیونه افغانیو اته چکډېمونه جوړ شول

د خوست ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۱۸میلیونه افغانیو اته چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

دغه چکډېمونه شنبه، غويي ۲۲مه د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او یو‌شمېر چارواکو له‌خوا ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شول. د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت د اوبو مهار لپاره ژمن دی او اوبه د کرنیزې ودې لپاره مهمې دي.