ای‌پي‌اېل کې نن ممبی د کلکتې کوربه دی

د هند کرېکت غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله د ممبی انډیینز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ۶:۳۰ بجې مازدیګر«جمعه د مې درېیمه» د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

ملګري ملتونه: د غزې بیارغونه به ۵۰میلیارډ ډالر لګښت ولري

د ملګروملتونو یو چارواکی وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې راپدېخوا غزه کې د ویجاړۍ ساری نه‌دی لیدل شوی او بیارغونه به یې ۵۰ میلیارډ ډالر لګښت ولري.

د عربي هېواونو لپاره د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام د دفتر مدیر عبدالله الدرداري «پنج‌شنبه، مې دویمه» په یوې انلاین غونډه کې وویل: «موږ له ۱۹۴۵ راهیسې داسې څه نه‌دي لیدلي. په دومره لږ وخت کې او په دومره چټکۍ، دومره ډېره ویجاړي.»

ترکیې له اسراییلو سره پر هر ډول سوداګرۍ بندیز ولګاوه

د ترکیې سوداګرۍ وزارت وايي چې له «پنج‌شنبه، مې دویمه» یې له اسراییلو سره هر ډول سوداګري تړلې او صادرات او واردات یې بند کړي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې فلسطین کې د روان انساني ناورین او ناوړه وضعیت له امله یې اسراییلو ته او له دغه هېواده د توکو لېږد رالېږد بند کړی دی.

پکتیا کې په ۳۷۵زره ډالرو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د کډوالو د «رباط ښارګوټي» کې د کډوالو عالي کمېشنري په مالي لګښت په ۳۷۵زره امریکايي ډالرو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارو پیل په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. د یاد روغتون د جوړېدو چارې پرون پنج‌شنبه، غويي ۱۳مه پیل شوې.

یوناما: هېواد کې به د زده‌کړو ۷۰زره محلي ټولګي جوړ شي

افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا او تنبایوا لوګر ته د یوه سفر پرمهال ویلي، د افغانستان په لروپرتو ولایتونو کې به ۷۰زره محلي ټولګي جوړ شي.

نوموړې زیاته کړه چې دغه ټولګي کې به د یوشمېر نړیوالو همکارانو په ملاتړ له زده‌کړو پاتې ماشومانو او لویانو ته پرانېستل شي.