د برښنا کمښت؛ د هلمند اوسېدونکي: د تلو او راتلو وخت یې نه‌دی معلوم

هلمند کې د روانې وچکالي له امله د نورو اغېزو ترڅنګ د کجکي برښنا بند د اوبو کچه هم ټيټه کړې چې ورسره دغه ولایت کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې.

دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر صنعتي کارخونې د کجکي بند له برښنا ګټه اخلي، خو د برښنا تولید کچې ټیټېدو سره د یادو کارخونو مسوولان وايي، ډېری وخت د جنراتور پر مټ له برښنا استفاده کوي.

د ګردېز د وچ‌غړک او څپړۍ سیمو اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له نشتون شکایت کوي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار «وچ‌غړک» او «څپړۍ» سیمو اوسېدونکي وايي چې له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې دي.

یادې سیمې چې د مرکز ګردېز شمال ختيځ ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پرتې دي، اوسېدونکو یې سلام‌وطندار ته وویل چې لومړني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

سمنګان کې ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه

د سمنګان د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د لنډمهال لپاره سلو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

یادو کسانو ته د ځنګلونو د احیا او ساتنې پروژې له‌خوا د پستې تخم د کرلو له لارې د کار کولو زمینه برابره شوې.