لوګر مرکز پلعلم ښار کې د یوې خصوصي راډیو ۲زره بېوزله زدهکوونکو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي فیضالله جوهري وویل، د «مهال» په نوم خصوصي راډیو د دغه ریاست په همغږۍ شاوخوا ۲زره بېوزله زدهکوونکو ته د راډیو له لارې د «ښوونځي غږ» تر عنوان لاندې د وړیا زدهکړو پروګرام پیل کړی.
د هغه په وینا، راډیو یوه اسانه او ارزانه وسیله ده چې ښځې او نارینه کولی شي په کم وخت کې د خپلو کورونو دننه بېلابېلې زدهکړې ترلاسه کړي.
اخوا د یادې خصوصي راډیو د نشراتو مدیر سردار ولي بهیج وویل، راډیو یې د لوګر، میدانوردګ، پکتیا او د کابل ځینو ولسوالیو شاوخوا دوه زره زدهکوونکو ته د «ښوونځي غږ» په نوم د زدهکړو نوی پروګرام جوړ کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بهیج زیاته کړه، یاد پروګرام کې به د لرو پرتو کلیو زرګونه زدهکوونکي د قرآن کریم تجوید، اسانه پښتو، اسانه دري او اسانه انګلیسي ژبه په وړیا توګه زدهکړي.
همدارنګه لوګر کې پوهنیز فعال او دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج وویل، اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ نړیوال بنسټونه هم د دغه نوښت ملاتړ وکړي.
نوموړي د لوګر، میدان وردګ، پکتیا او د کابل ځینو ولسوالیو له اوسېدونکو وغوښتل چې د یادې رسنۍ له تعلیمي پروګرامونو ګټه واخلي او خپل له زدهکړو پاتې ماشومان او ځوانان زدهکړو ته وهڅوي.