Asset 1SWN

سلام وطندار

سویلي ولایتونو کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۲۰ ملکیان شهیدان شوي

3e5fcb12-7e61-4b88-866b-d01edd3cca3a

د پکتيکا په شکین او برمل، د پکتيا په ډنډپټان او د خوست په ځاځي‌ميدان او عليشرو ولسوالي کې د پاکستان د تېرې شپې بريدونو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي چې د ماشومانو په ګډون يې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې.

سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو وياند عبدالحق فدا وويل، په دغو ولایتونو د پاکستان بريدونو کې شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي شهیدان او له ۲۰ ډېر ټپيان شوي دي.

همداشان د پکتیکا شکين ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله خان وايي، پاکستان د دې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي حکیم پر کور برید کړی چې د کورنۍ درې تنه يې په‌کې شهیدان شوي او ۷ نور ټپیان دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدغه‌راز د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستاني لوري په بريدونو کې زيانمن شوي ملکي وګړي بيا وايي، پاکستاني نظامیان هر وخت د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف، د ملکي خلکو کورونه په نښه کوي چې له امله يې ملکي وګړي قرباني کيږي.

د پکتيکا د شکين ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي علیم خان هم وايي، یادې ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي چې له امله يې یوه میرمن او ماشومان شهیدان شوي دي.

باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان لا هم په متقابلو بریدونو بوخت دي، د سیمې هېوادونو، اروپايي ټولنې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له دواړو لورو غوښتي چې زغم وښيي، جګړه پای ته ورسوي او د خبرو لاره خپله کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام