د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د يو خصوصي شرکت لخوا د څه باندې ۹۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوه مېګاواټه ۲۴ ساعته لمریزې برښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پکتيکا ولايت مقام نن (پنجشنبه، جدي ۱۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د يادې پروژې ګټې اخيستنې مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ويلي، د دغې پروژې پرانیستنه به د ښرنې اوسېدونکو د برښنا اړتیاوې تر یوې کچې پوره کړي.
د پکتيکا د اوبو او انرژي رئیس قاري فتح محمد ذاکر وویل، دغه دوه مېګاواټه برښنا د پکتیکا ولس اړتیاوې نهشي پوره کولی، خو تر يوه بريده به ورسره د بازار او يو شمېر دولتي ادارو اړتياوې پوره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې زياته شوې چې یاده برښنا به پیل کې د ښاریانو او حکومتي ادارو لپاره ورکول کيږي او هڅه کوي، چې په تدریجي ډول یې د نوي کال ترپایه تولیدي کارخانو، د مرکز ښرنې کلیو او د اړتیا په حالت کې د ښرنې شاوخوا سیمو ته هم ورسوي.
په دغه پروژه کې ۴۰۰۰ لمریزې تختې، ۱.۵ مېګاواټه هایبرېډ سیستم او تر ۴ مېګاواټه د لیتیم ذخیروي بېټرۍ کارول کېږي.
ښاریانو ته به ۱ یونټ برښنا د ۲۸ افغانیو په بدل کې او د تولیدي کارخانو لپاره به په ورځني ډول ۷ افغانۍ یونټ ورکول کېږي.
د يادونې ده چې پکتيکا تر اوسه هم دولتي برښنا نهلري چې له امله يې اوسيدونکي او د توليدي کارخانو مالکان له ستونزو سره مخ دي.