Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییل هوايي برید کې ۲ کسان وژل شوي

غزه

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه برید کې دوه کسان وژل شوي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې یاد کسان د اسراییلي پوځ د تېرې ورځې هوايي برید کې چې د غزې ښار پر یوه کور ترسره شوی، خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، همدې برید کې غزې ښار کې یو شمېر نور فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.

اسراییلو ویلي، دا برید غچ‌اخیستونکی و او د حماس له لوري د دوی د ځواکونو په نښه کېدو په غبرګون کې ترسره شوی.

د اسراییل پوځ په وینا، د حماس وسله‌والو د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد پر ځواکونو ډزې کړې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سره له دې چې د تېر کال د اکټوبر میاشت کې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند اعلان شوی، خو د دواړو لورو ترمنځ نښتې نه‌دي درېدلي او هر لوری بل د اوربند په نقض تورنوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند له پیلېدو راهیسې تراوسه له ۴۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي.

اسراییلو هم ویلي چې د اوربند له هوکړې وروسته یې ۳ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام