د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مسوولان وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې هېواد کې د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره دوه میلیارد افغانۍ وېشل شوي.
د دغه کمیسیون غړي احمدالله وثیق نن (پنجشنبه، اسد دویمه) سلاموطندار ته وویل، هره ورځ د راستنېدونکې کورنۍ هر غړي ته دوه زره افغانۍ وېشل کیږي.
هغه زیاته کړه چې بیرته راستنېدونکو ته د نغدو پیسو وېشلو ترڅنګ، د خوړو، لېږد، روغتیايي خدماتو او نوملیکنې په څېره ټول خدمتونه په وړتیا ډول وړاندې کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، تردامهاله نژدې یو میلیون افغان کډواول له ایرانه د اسلامکلا له لارې هېواد ته راګرځېدلي دي.
دا داسې مهال دی چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي ویلي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې د اسلامي امارت او ایران له چارواکو سره لیدنه کې هوکړه کړې، چې په دې اړه درې اړخیزه غونډه ترسره شي.
هغه د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت او ځای په اړه جزییات نه دي ورکړي.