Asset 1SWN

سلام وطندار

سږکال نږدې ۲.۸ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي

کډوال پاکستان راستنېدونکي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR ویلي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې نږدې ۲.۸ میلیون افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دغه سازمان یوه راپور کې ویلي چې د افغان کډوالو پراخه بېرته راستنېدنه د دې ادارې پر سرچینو لا ډېر فشار راوستی.

د راپور له‌مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر ۱۳مې ۹۳۱ زره او ۷۰۰ افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره او ۲۰۰ په جبري ډول ایستل شوي


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډېری بېرته راستانه شوي کسان بې‌اسناده وو، خود دغې ادارې د راپور پر بنسټ، د ثبت کارت لرونکي او پناه غوښتونکي هم په‌کې شامل دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۱.۷ میلیون څخه ډیر افغان کډوال بیا له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي.

UNHCR ټینګار کړی چې د کډوالو جبري ستنول کولی شي د افغانستان نازک بشري وضعیت لا پسې بحراني او بې‌ثباته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام