Asset 1SWN

خوست کې د نشه‌يي موادو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي

IMG-20241112-WA0016

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال د نشه‌يي توکو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن «سه‌شنبه، لړم ۲۲مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان په مرکز خوست‌ښار، نادرشاه کوټ، اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو په بېلابېلو سيمو کې د نشه‌يي موادو خرڅلاو پرمهال لاس په لاس نیول شوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په نیول شویو نشه‌یي موادو کې شاوخوا درې کیلو چرس، یو اندازه تریاک، هیرویین، شیشه او سلګونه بېلابېلې نشه‌يي ګولۍ شاملې دي.

خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي او د وروستیو اجراتو په موخه له خپلو دوسیو سره یوځای اړوندو ارګانونو ته معرفي شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې خوست کې د نشه‌یي توکو د لېږد، کارول، پېر او پلور کچه د پام وړ راکمه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام