Asset 1SWN

لوګر کې ۱۹ روغتیایي مرکزونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي

cdd0e25c-1dc0-4a5d-abf8-fe3f226ca3a7

د لوګر روغتیايي مسوولان وایي، د ناروغانو لپاره د معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه یې مرکز پل‌علم او خروار ولسوالي کې له دولتي روغتونونو او شخصي روغتیايي مرکزونو څارنه کړې.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته وویل، د دغې څارنې په ترڅ کې په خروار ولسوالي کې ۱۹ بېلابېل روغتیایي مرکزونه، روغتیایي کتنځایونه او درملتونونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.

ده وویل، هڅه کوي چې په پاتې ولسوالیو کې هم ورته څارنه وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، یوشمیر نورو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته هم د معیاري خدماتو وړاندې کولو په اړه لازمې لارښوونې شوې او که هر روغتون او یا هم روغتیايي مرکز د عامې روغتیا وزارت قوانینو ته پام ونه کړي، فعالیت به یې وځنډول شي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت په بره کي برک ولسوالي کې ۱۲ درملتونونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام