Asset 1SWN

لوګر کې ۱۸ ښوونځي او دیني مدرسې بیارغول کېږي

لوګر پوهنې ریاست

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي، د پوهنې وزارت تازه د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې درې دیني مدرسې او ۱۵ ښوونځي بیارغوي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دا ودانۍ د تېرو جګړو له امله ویجاړې شوې چې تازه د پوهنې وزارت په مالي لګښت د روان ۱۴۰۳ کال تر پایه په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې بیارغول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، دا پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوي چې د تدارکاتي پروسې له بشپړېدو وروسته به یې د بیارغونې چارې پيل شي.

عرب زیاته کړه، یادو ودانیو له بیارغاونې سره به د دیني مدرسو زر تنه او د ښوونځیو ۷ زره او ۵ سوه زده‌کوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپیریال برابر شي.

د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي شمس الرحمن سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې دیني مدرسو او ښوونځيو ویجاړې شوې ودانۍ بیارغول کیږي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس مهال په ډيری ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره تر شنه اسمان لاندې په لیک لوست بوخت دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر پلازمینې کابل ته څيرمه پروت ولایت ده چې له ۲۸۴ دولتي ښوونځيو له ډلې ۷۶ بابه ښوونځي ودانۍ نه لري او سل بابه ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام