غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو پرمهال تازه د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
شپږ کسان د غزې شمال د بیتالاهیا د کمال ادوان روغتون ته څېرمه پر کورونو د شویو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
څلور نور بیا د خان یونس لوېدیځ کې هغه مهال وژل شوي چې د اسراییلو له لوري یو موټرسایکل په نښه شو. دغه کسان په موټرسایکل سپاره وو.
د غزې ښار اړوند نصیرات کډوالو کمپ کې بیا د هوايي بریدونو له امله اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې د نصرات کډوالو کمپ په وژل شویو کې یوه مېرمن او ماشوم هم شامل دي.
له څه باندې ۱۳ میاشتو راهیسې غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو او کلابندۍ له امله تر دې مهاله ۴۴۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰۰زره نور ټپیان دي.