Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې ۱۶۹ رغنيزې پروژې بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوي

20251201_135838

د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولان وايي چې نن دوشنبه، لیندۍ لسمه، د پکتيا زرمت ولسوالي په ۱۵۵ کليو کې ۱۶۹ رغنيزې پروژې د شاوخوا ۲۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته يې وسپارلې.

د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې د پکتيا د کليو بيارغونې او پراختيا ريس مولوي خان محمداحمد وويل چې يادې پروژې د ملګروملتونو د پروژي خدمتونو دفتر«UNOPS» په مالي لګښت او د خلکو په مشرۍ د پرمختګ موسسې په تخنيکي همکارۍ بشپړې شوې دي.

هغه دغه‌راز وويل دغو بشپړو شويو پروژو کې پلونه، پل‌چکونه، استنادي ديوالونه، کانالونه، سړکونو باندې جغل اچونه او ورته نورې پروژي شاملي دي.

د زرمت ولسوالي اوسېدونکي هم د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې تر يوه بريده به يې ستونزې هوارې شي.

په يادو مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي انعام‌الله صلاح‌الدين وويل چې ولايتي اداره هڅه کوي چې په ټولو لرې پرتو او شاته پاتې سيمو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي. هغه وويل چې لروپرتو سيمو د خلکو ستونزو حل يې په لومړيتوب کې دی.

د زرمت ولسوالي د مینځو سيمې يو اوسېدونکي امان‌الله وويل چې تر دې وړاندې يې د کلي فرعي سړکونه خراب او د ولسوالي بازار ته يې په اساني تګ نشو کولی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل چې يادو پروژو کې فرعي سړکونه جوړ شوي چې د سيمې اوسېدونکو ته د تګ‌راتګ پرمهال ګڼې اسانتياوې برابرې شوي او هم د کانالونو او استنادي ديوالونو په جوړيدو ډېری ځمکې له تخريب ژغورل شوې او د ځمکو خړوبولو لپاره اسانتياوې رامنځته شوې دي.

هغه له حکومتي مسولانو غوښتنه وکړه چې زرمت يوه پراخه جغرافیه لرونکې ولسوالي ده چې خلک يې د کرنې برخه کې سربندونو، کانالونو، او د اوبو تنظيم برخه کې نورو ورته پروژو تطبيق ته اړتيا لري.

يو بل اوسېدونکي روزي‌خان وويل چې د بشپړو شويو پروژو په تطبيق سره خلکو ته ډېری اسانتياوې رامنځته شوي، خو په خبره يې چې لاهم د اوبو تنظيم او د ځمکو خړوبولو برخو کې ډېری ستونزې شته چې بايد د حل لپاره يې کار وشي.

د يادونې وړ ده چې د يادو پروژو تطبيق پرمهال د سيمې سلګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام