Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان له زندانونو ۱۶۷ افغانان ازاد شوي

افغانان پاکستان زندانونو

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۱۶۷ افغانان د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه، د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین‌بولدک د لېږد امریت له قوله ویلي، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې موده د یاد هېواد په زندانونو کې بندیان وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سرچینې د معلوماتو له مخې، ازاد شوي افغانان د سپین‌بولدک په لېږد امریت کې تر ثبت وروسته خپلو اصلې سیمو ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې هم د اسلامي امارت اړوند ادارو د پاکستان له زندانونو د ګڼ‌شمېر افغانانو د ازادېدو خبر ورکړی وو. بل‌خوا د کډوالو چارو وزارت بیا دا نه‌دي ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې لاهم څومره افغانان بندیان دي.؟

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام