د یمن سوېل کې ځايي چارواکي وايي چې د بس او یوې لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي چې پهکې اته ښځې او ماشومان هم شامل دي.
چارواکي وايي، پېښه د سهشنبه، کب پنځمه د لَهمر (Lahmar) په سیمه کې، چې د المحفد (Al-Mahfad) ولسوالي اړوند ده، رامنځته شوې ده. دا سیمه پر هغه مهم ترانزیټي سړک پرته ده چې د ابایان او شابوا ولایتونه سره نښلوي.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو موټرو د ټکر له امله اور لګېدی او کوچنی بس یې په بشپړه توګه سوځولی چې له امله یې د بس ټوله سپرلۍ مړه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي وايي، دا په وروستیو کلونو کې د یمن دویمه تر ټولو مرګونې ترافیکي پېښه او په ۲۰۲۶کال کې تر دې دمه تر ټولو خونړۍ پېښه ده. تېرکال هم د ابین په یوه غرني او خطرناک سړک کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسان مړه شوي وو.
چارواکي وایي، د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د سړکونو بیارغونه، د ترافیکي قوانینو پليکول او د عامه پوهاوي زیاتول، بېړني ګامونه دي، خو د جګړې دوام دا هڅې له جدي خنډونو سره مخ کړې دي.