د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون اعلان کړی چې ایران او پاکستان په یوه ورځ کې ۱،۵۷۹ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت نن سهشنبه، د لیندۍ ۱۸مه / د دسمبر ۹مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ افغانستان ته ستانه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۳۲۰ کورنۍ چې ټول ۱،۵۷۹ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرکچه، په نیمروز کې د ورېښمو پُل او هرات کې د اسلامقلعه له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون په وینا، یوشمېر ستنېدونکو ته نغدې، خوراکي او روغتیایي مرستې ورکړل شوي دي.
ایران او پاکستان له څو لسیزو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو کوربه دی، خو په وروستیو کلونو کې یې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته بېرته لېږي.
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، سږکال، ۲،۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.