Asset 1SWN

سلام وطندار

بادغیس کې ۱۵۰ ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

تصویر ۱

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۱۵۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زده‌کړو فارغ شوي دي.

دغه ځوانانو ته د خیاطي، موټرسایکل جوړولو او موبایل ترمیم برخه کې حرفوي او مسلکي زده‌کړې ورکول شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند رحیم‌الدین رحیمي وايي: «د تېکا موسسې په مرسته ۱۵۰ ځوانان شپږ میاشتني حرفوي او مسلکي زده‌کړې په بریالیتوب پای ته ورسولې او له دې وروسته کولای شي، خپله کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد کې ونډه واخلي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، د یاد پروګرام موخه د اقتصادي ځان‌بسیاینې او ځوانانو ته د کارموندنې زمینې برابرول دي. دغه پروګرام د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي.

یوشمېر هغه ځوانان چې له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي وايي چې دغه پروګرام ورته ګټور دی او په وینا یې، هغه مهارتونه یې چې زده‌کړي، د کار بازار کې به ورته ګټور تمام شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام