د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وایي چې د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لوګرد کانونو او پټرولیم رییس نقیباحمد فرقاني سلاموطندار ته ویلي چې چې دا مهال د ولایت په کچه د ۱۱ کانونو کار دوام لري، درې کانونه تر اکتشاف لاندې دي او د یوشمېر نورو کانونو جیولوژیکي سروې هم روانه ده.
فرقاني زیاته کړې چې د ۱۴۰۲ کال له پیله تر دې دمه له یادو کانونو څخه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په یادو کانونو کې لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
لوګر د افغانستان یو له کانیزو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې اوس یې د عینکو کان سربېره د کرومایټو ډبرو کانونو د دولت او شرکتونو پام ځانته اړولی دی.