Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې ۱۵ ټُنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

cda26e66-7931-47f8-906f-2daf827242a8

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو امریت له لوري ۱۵ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېره درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

د دغه ولایت د خوړو او درملو امریت امر قاري زمري رسولي جوړو شویو مراسمو ته وویل، دا څارنې د عامې روغتیا ساتنې په موخه د اړوندو ادارو له ګډ پلاوي سره په همغږۍ کېږي، څو بازارونه له زیانمنو او غیرمعیاري توکو پاک وساتل شي.

نوموړي زیاته کړه چې دا لومړی اقدام نه‌دی، بلکې تر دې وړاندې هم شاوخوا ۱۲ ټنه تاریخ‌تېره او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او له‌منځه وړل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال، د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني د مطبوعاتو مسوول محمدیوسف اسرار وویل، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته توکو د پلورلو هڅه کوي.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا ریاست د ورته څارنو د دوام ټینګار کړی، څو د خلکو روغتیا خوندي پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام