Asset 1SWN

غزه کې پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۵ کسان وژل شوي

baseimage-27-1024x682

د فلسطین اسلامي غورځنګ «حماس» وايي، غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس نن یکشنبه، اګسټ څلورمه راپور ورکړی چې دغه ښوونځي کې له جکړې بې‌ځایه شوي مېشت وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه برید وروسته له هغې کېږي چې په لوېدځه غاړه کې د حماس ډلې د یوه مهم قومندان په ګډون نهه کسان د اسراییلو په یوه هوايي بریدونو کې ووژل شول.

په لوېدیځه غاړه کې د غزې له جګړې وړاندې هم د اسراییلو له‌خوا په پرله‌پسې توګه بریدونه او تاوتریخوالی شوی چې د غزې له جګړې راهیسې دې سیمه کې هم بریدونه زیات شوي دي.

بل‌خوا د فلسطینیانو له لوري پر اسراییلو بریدونه هم زیات شوي چې ډېری یې، پر سړکونو او کوڅو د چړو ګزارونه دي چې اسراییلیان په نښه کېږي.

اسراییلو ویلي چې دغه کور کې د حماس ډلې قومندان او وسله‌وال اوسېدل او د وسلو جوړولو لپاره کارول کېده، خو حماس بیا دا ردوي چې ګواکې دوی دې، له ښوونځیو او روغتونونو د نظامي موخو لپاره وکاروي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر غزې د اسراییلو برید راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۳۹۵۵۰ وژل شوي او څه باندې ۹۰زره نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام