Asset 1SWN

هند کې د مذهبي جشن پرمهال ۱۵ کسان مړه شوي

TOPSHOT - Pilgrims gather to take a holy dip at Sangam, the confluence of the Ganges, Yamuna and mythical Saraswati rivers, on the occasion of 'Mauni Amavasya' during the Maha Kumbh Mela festival in Prayagraj on January 29, 2025. A stampede at the world's largest religious gathering killed at least 15 people with many more injured, a doctor at the Kumbh Mela festival in northern India told AFP. (Photo by Niharika KULKARNI / AFP)

هند کې د یوه مذهبي جشن پرمهال د خلکو ګڼې‌‌ګوڼې له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي

فرانس پرېس خبري اژانس نن چهارشنبه، جنورۍ ۲۹مه راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله د کومب په نوم مېله کې رامنځته شوې چې د جنورۍ له ۱۳مې نېټې راهیسې روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هند کې د مذهبي جشنونو پرمهال ډېر کله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مرګژوبله پېښېږي او له دې مخکې د کومب مېلې په مراسمو کې هم ورته پېښې شوې دي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د هند په شمالي ایالت اتراپردېش کې د مذهبي مراسمو پرمهال د ګڼې‌ګوڼې له امله شاوخوا ۱۲۰ کسان مړه شوي وو.

کومب مېله چې د نړۍ په کچه تر ټولو لویه غونډه بلل کېږي، د فبرورۍ تر ۲۶مې به دوام ولري. یاده مېله په پرایاګراج کې په هغه ځای کې کېږي چې په‌کې د هندوانو ګنګا، جمنا او سرسوتي سیندونه یوځای کېږي.

هند کې چارواکي اټکل کوي چې دې جشن کې به شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه کسان ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې مراسمو په دوام به نن چهارشنبه، د جنورۍ ۲۹مه، شاوخوا ۱۰۰ کسان په ګنګا او جمنا سیندونو کې د سپېڅلي غسل مراسم پرځای کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام