د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي، راتلونکي ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۵ نوي لومړني ښوونځي پرانیزي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، دا ښوونځي د علما او قومي مشرانو له غوښتنو سره سم په هغو سیمو کې ، چې ښوونځي شتون ونهلري او ماشومان یې زدهکړو ته لاسرسی نهلري، نوي پرانیستل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاتوي، د نوموړو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی چې په پرانیستو سره به یې شاوخوا لس زره ماشومان زدهکړو ته لاسرسی ومومي.
بل لور ته د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او لروپرتو ولسوالیو کې نوي ښوونیزي پرانېستل کېږي، خو ټینګار کوي چې شته ښوونځیو لپاره هم د ودانیو نشتون، د زدهکوونکو د کتابونو او همدارنګه د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر پوهنې ریاست په نوي ښوونیز کال کې په خپلو ټولو ښوونځیو کې د ۱۸زره نویو زدهکوونکو د جذبولو خبر هم ورکړی دی.