پاکستان کې د واده مراسمو کې د ځانمرګي برید پرمهال ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې برید تېره شپه د ډېره اسماعیل خان “قریشي مورې” ته څېرمه د امن کمېټې د مشر نور عالم محسود په کور کې شوی.
ویل شوي چې برید داسې مهال شوی چې د واده ګډونوالو نڅا کوله.
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.