Asset 1SWN

کندهار کې په ۲۰۰زره ډالرو ۱۵ سړې‌خونې جوړې شوې

1000308438

په کندهار کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د نږدې ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت، ۱۵ سړې‌خونې ګټي‌اخیستني ته سپارل شوي دي.

دغه سړې‌خونې د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د بشري خیریه موسسې (او‌ایچ‌ډبلیو) په تخنیکي همکاري جوړې شوې دي.

سړې‌خونې د کندهار اړوند د خاکریز او زېړۍ ولسوالیو د کوچنۍ او منځنۍ کچې بزګرانو د ملاتړ په موخه د نږدې ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي.

یادې سړې‌خونې د برښنا نشتوالي، محلي اسانتیاوو او د سیمې اقلیمي شرایطو ته په پام، جوړې شوې دي.

د کندهار کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي چې له دغه سړوخونو څخه ۱۰ په خاکرېز او پنځه په زېړۍ ولسوالي کې جوړې شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه: «هره سړه خونه به د ۲۰ ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت ولري، د دغو سړو خونو ګټه اخیستونکي هغه تولیدونکي او ګروپونه دي، چې وړاندې د بزګرانو د ملاتړ لپاره جوړ سوي دي.»

حقمل وايي، دغو سړوخونو موخه دا ده چې د پیازو حاصل د اوږدې مودې لپاره په ښه کیفیت وساتل شي، د بزګرانو تولید ته بازارموندنه او د بیو باثباته کنټرول تر یو بریده وساتل شي.

ورته مهال کروندګر د یادو خونو په اړه وايي، دا خونې به د بزګرانو د پیازو د محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او بزګرانو ته به زمینه برابره کړي چې ناموسمي وختونو کې هم تازه پیاز مارکیټ ته وړاندې کړي.
یوه کروندګر امین کوچي وویل: «دا زموږ بزګرانو او زمیندارانو لپاره یوه ډېره ګټوره پروژه ده ځکه اوس به زموږ پیا نور نه خوسا کېږي تر ډېره وخته به تازه پاته وي،»

د کندهار کرنې ریاست مسوولان وايي، هڅه کوي چې د هرې ولسوالي بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه مدیریت، خوندیتوب او بازارموندنې لپاره لازمې چوپړتیاوې او عامه پوهاوی برابر کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام