افغانستان کې د ټاپي پروژې رییس بګنج عبدالله یوف د هرات والي نور احمد اسلامجار سره لیدنه کې ویلي، افغان خاوره کې د دغې پروژې ۱۴ کیلومتر کار بشپړ شوی دی.
هغه زیاتوي چې د دغې پروژې ۲۴ کیلومتر لاره هواره شوې هم ده.
ورته وخت کې دغه لیدنه کې د هرات والي افغان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو لا چټکتیا لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا پروژه ټولټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۲۰۷ کیلومټره یې د ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومټره د افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره یې هم د پاکستان له خاورې تېرېږي او د هند تر پولې دوام کوي.
ټاپي د سیمې په کچه یوه ستره اقتصادي پروژه بلل کېږي او په عملي کېدو سره به یې افغانستان نه یوازې لازم ګاز ترلاسه کړي، بلکې د ګازو د لېږد له لارې به هر کال نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزیټ حق هم ترلاسه کوي.