Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو هوايي بریدونو کې د حز‌ب‌الله د قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

240119134508-01-israel-gaza-gallery-update

د لبنان په پلازمېنې بېروت کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د حزب‌الله ډلې د یوه لوړپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي دي.

برید جمعه، سپټمبر ۲۰مه شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن شنبه، سپټمبر ۲۱مه په یوه راپور کې د اسراییلو پوځ او لبنان کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې دغه برید کې د حزب‌الله ډلې لوړپوړی قومندان ابراهیم عقیل او نور کسان وژل شوي دي.

بل‌خوا حزب‌الله په یوې خبرپاڼه کې د خپل دغه قومندان وژل تایید کړي، خو په دې اړه یې، نور جزییات نه‌دي ورکړي. د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې دې برید ۱۴ کسان وژل شوي او ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم زیات شي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه وزارت وړاندې ویلي چې برید کې ۶۶ کسان ټپیان شوي چې د نهو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام