Asset 1SWN

زابل کې د کانونو ریاست ته په ۱۴میلیونه افغانیو نوې ودانۍ جوړېږي

IMG-20241203-WA0079

زابل کې محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د کانونو ریاست ته په ۱۴ میلیونه افغانیو د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد ریاست ته د نوې ودانۍ د جوړېدو چارو پیل مراسمو کې د یاد ولایت د والي مرستیال محب‌الله حماس او نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ودانۍ د کانونو او پټرولیم وزارت په مالي لګښت جوړېږي چې ۱۶ خونې او د اداري چارول مخته وړو لپاره نورې اسانتیاوې هم لري.

د چارواکو په وینا، د یادې ودانۍ جوړېدل به د کانونو ریاست اړوند فعالیتونو کې د پام وړ اسانتیا رامنځته کړي. مرستیال والي محب‌الله حماس په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: «یاده ودانۍ چې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري جوړېږي، دوه پوړیزه ودانۍ، یو احاطوي دېوال او ۱۶ اطاقونه لري او د جوړولو چارې به یې په ۱۱ کاري میاشتو کې بشپړې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د دې ودانۍ جوړېدل به د کانونو ریاست اړوند روان کارونه لا ګړندي کړي. زابل کي پخوا تر دې هم د عامه تاسیساتو برخه کې ورته پرمختیایې پروژې پلې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام