Asset 1SWN

سلام وطندار

۱۴ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري

روغتیايي خدمات وړاندې کول

د کډوالۍ نړیوال سازمان «ای‌او‌اېم» وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې روغتیايي خدمتونه یو بنسټیز اړتیا ده او نه باید د امتیاز په توګه وي.

یاد سازمان ویلي چې د هغو کډوالو او راستنېدونکو لپاره چې افغانستان ته بېرته ستانه شوي، هڅه کړې، څو د بیړنیو او حیاتي روغتیايي خدماتو د برابرولو زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو له مخې، ګڼ‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ او راستنېدونکي په سرحدي او لرې پرتو سیمو کې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي او بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د کلینیکونو نشتوالی، د طبي وسایلو کمښت او د مسلکي کارکوونکو نشتوالی د دې لامل شوی چې د ناروغانو او اړمنو کسانو وضعیت لا پسې ستونزمن شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره بیړني ګامونه پورته نه شي، نو د بشري وضعیت خرابوالی به نور هم زیات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام