د لبنان د ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې د لټون او ژغورنې عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته، د لبنان په شمالي ښار طرابلس کې د هستوګنیزو ودانیو د نړېدو له امله د مړو شمېر ۱۴ کسانو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن دوشنبه، سلواغې ۲۰مه، د ملکي دفاع عمومي رییس عماد خریس له قوله یوه راپور کې لیکلي چې د ژغورنې ټیمونو د بابالتبانه په سیمه کې د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د ۱۴ کسانو مړي راایستلي او اته نور کسان یې ژغورلي دي.
چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي وو چې په پېښه کې دوه نږدې سره ولاړې هستوګنیزې ودانۍ نړېدلې دي. د طرابلس د ښاروالۍ شورا مشر عبدالحمید کرامي بیا ویلي چې لاهم په دقیقه توګه نهشي ویلی چې څومره کسان ورک دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لبنان د ملکي دفاع د ژغورنې خدماتو مشر تر دې وړاندې ویلي و چې په دغو دوو ودانیو کې ۲۲ کسان اوسېدل.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د طرابلس ښار کې چې د لبنان دویم لوی ښار دی، یوشمېر زړې هستوګنیزې ودانۍ نړېدلې دي.
ښاروالي چارواکو ویلي چې دا پېښې د زیربناوو د خراب وضعیت او د کلونو راهیسې د نه پاملرنې څرګندونه کوي.