Asset 1SWN

سلام وطندار

د بریدونو ۱۳مه ورځ؛ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي

اسلامي امارت ځواکونه پاکستان سره جګړه ۳۴

که څه هم چین او ځینې سیمه‌ییز قدرتونه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند لپاره زمینه برابره کړي او کابل او اسلام‌اباد بېرته د خبرو مېز ته راستانه کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ بریدونه لاهم دوام لري او دغه بریدونه ۱۳مې ورځې ته غځېدلې دي.

د ملي دفاع وزارت مسوولانو ویلي چې پرون هوايي ځواکونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په ځواب کې د اسلام‌اباد د فیض‌اباد سیمې پوځي مرکزونه او د خیبرپښتونخوا د کوهاټ پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې پاکستاني ځواکونو ته درانه زیانونه او تلفات اوښتي دي.

هغه وویل: «د افغانستان هوايي ځواکونو، د اسلام‌اباد په فیض‌اباد سیمه کې د حمزه په نوم د پاکستاني پوځي رژیم مرکز په نښه کړی دی. په دې برید کې د یاد مرکز قومنداني او د دښمن نور مهم تاسیسات په دقیق ډول د هوايي ځواکونو له لوري ویشتل شوي چې پایله کې یې، دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.»

د پاکستان پوځ د همدې تېرې جمعې په شپه یو ځل بیا د کابل سربېره پر یوشمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. همداراز د کندهار قول‌اردو او هوايي ډګر او د پکتیا ځینې سیمې هم هدف ګرځېدلې دي.

د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» ویلي چې د جمعې په شپه د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کابل کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو له دوام سره هم‌مهاله، چین په وروستیو ورځو کې د افغان او پاکستاني لورو سره په جلاجلا لیدنو او خبرو کې هڅه کوي دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته راولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تېره شپه ناوخته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم او باور د رامنځته‌کولو لپاره د چین پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

وانګ‌یي ویلي چې پوځي اقدامات د ستونزو حل نه دی او یوازې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وایي: «ښاغلي وانګ‌يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو پر اهمیت د ټينګار ترڅنګ ویلي چې چین د سیمې امنیت او ثبات لپاره سیاسي حل‌لارې او تفاهم غوره بولي. وانګ‌يي همداراز د افغانستان او پاکستان وضعیت په اړه وویل چې پوځي اقدامات ستونزې نه حلوي، او یوازې د ناورین د زیاتېدو لامل کېږي. هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی، څو د تفاهم او باور لپاره مهم رول ولوبوي.»

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنه بلوچ او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمدصادق سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د نښتو کمېدو په اړه خبرې کړې دي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو لیدنو کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي، خبرو ته د بېرته ستنېدو او د سولې د پیاوړتیا پر اهمیت بحث شوی دی.

خو سیاسي شنونکي باور لري چې که څه هم پاکستان تل د تړونونو او خبروپابند نه پاتې کېږي، خو د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو له امله د دواړو لورو ترمنځ د اوربند ټینګښت ته اندېښمن دي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړو تر اوسه یو شمېر ولایتونه او ولسوالۍ اغېزمنې کړي، دغه سازمان د خبرو د لارې د شته ستونزو پر حل ټینګار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام