Asset 1SWN

د زابل «ولایتي روغتون» کې د ۱۳۴زره ناروغانو درملنه شوې

ناروغان- سرطان-ناروغ- زابل

 د زابل ولایتي روغتون مسوولان وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې یې د یاد روغتون له لوري نږدې ۱۳۴زره ناروغانو درملنه کړې چې د عمومي داخلې، جراحي، نسايي- ولادي، ماشومانو او پښتورګو څانګو ناروغانو ته خدمات وړاندې شوي دي.

د یاد روغتون امر ډاکټر دادالله نیازی وایي، له یاد شمېر ناروغانو څخه ۳۴۳۴ بستر شوي او ترڅنګ یې، ۴۱۱۰ لوی او کوچني جراحي عملیاتونه هم شوي دي.

په ورته وخت کې د زابل ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیراحمد حریفال وايي، د روغتون ټول ډاکټران او کارکوونکي د خپلو دندو پروړاندې ژمن دي او په وینا یې، د ولایت ټولو اوسېدونکو ته ۲۴ ساعته دوامدار روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

نوموړی زیاتوي: «موږ نه یوازې ناروغانو ته د تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابرې کړې، بلکې هغوی ته اړین درمل هم ورکول کېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، هغو ناروغانو او پایوازانو چې یاد روغتون ته مراجعه کړې، له وړاندې شویو خدماتو خوښ دي. د دوی په خبره، ډاکټران په وخت سره معاینه کوي او درملنه یې هم اغېزمنه ده.

زابل چې د افغانستان له نسبتا وروسته پاته ولایتونو څخه شمېرل کېږي، پکې دا ډول روغتیايي پرمختګونه د خلکو لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

 د زابل ولایتي روغتون مسوولان وايي، هڅه کوي چې خپلې چارې لاپسې معیاري او پراخې کړي، څو د ولایت لروپرتو سیمو ته هم باکیفیته روغتیايي خدمات ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام