د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه(CPJ) وايي، په ۲۰۲۵کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لږترلږه ۱۲۹ خبریالان او رسنیز فعالان وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۵مه، راپور ورکړی چې اسراییل د نړۍ د خبریالانو د نږدې دوه پر درېیمه برخه د وژنې مسوول بلل شوی دی. د راپور له مخې، تر ۶۰سلنې ډېر وژل شوي خبریالان فلسطینیان وو چې د غزې تړانګې اړوند پېښو ته یې پوښښ ورکاوه.
د اسراییلو پوځ دا ادعا رد کړي او ویلي یې دي چې خبریالان په قصدي ډول نهدي په نښه شوي.
د کمیټې راپور ښيي چې له درې پر څلورو څخه زیاتې مرګژوبلې د وسلهوالو شخړو پرمهال رامنځته شوې دي. همداراز، د خبریالانو پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه په بېساري ډول زیات شوي دي.
د راپور له مخې، د ثبت شويو ۳۹ ډرون بریدونو څخه ۲۸ یې په غزه کې اسراییلو ته منسوب شوي او پنځه نور بریدونه د سوډان د چټکو ملاتړ ځواکونو پورې تړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اوکراین کې هم څلور خبریالان د روسیې د پوځي ډرون بریدونو له امله وژل شوي دي. دا له ۲۰۲۲کال وروسته تر ټولو لوړه کلنۍ شمېره ده، هغه کال چې ۱۵ خبریالان وژل شوي وو.
کمیټې خبرداری ورکړی چې د رڼو څېړنو نشتوالی او د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې خبریالان لا زیات له خطر سره مخ شي.
د کمیټې اجرایي مشره، جودي ګینزبرګ، ویلي: «کله چې خبریالان د خپل مسلکي کار له امله وژل کېږي، نو دا یوازې پر هغوی برید نه دی، بلکې پر ټولنه او د معلوماتو پر ازاد بهیر هم ګواښ دی.»
سربېره پر دې، په مکسیکو، فلیپین، هند، بنګلهدېش او پیرو کې هم د هغو خبریالانو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي چې د فساد او تنظیم شوې جرمونو په اړه یې راپورونه ورکول.