Asset 1SWN

سلام وطندار

ميدان‌وردګ کې ۱۲۶ پراختیایي پروژې پرانيستل شوې

received_1823053424999507

د میدان‌وردګ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري په جغتو ولسوالي کې ۱۲۶ بېلابېلې پراختیایي پروژې د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د يادو پروژو پرانېست غونډې ته د ميدان‌وردګ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رییس ملا عصمت‌الله کرامت وویل، یادې پروژې د (اکټېډ) موسسې په تخنیکي همکارۍ تطبیق شوي چې په‌کې د کلیوالي سړکونو، لویو پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو، اوبیز کانالونه او نور بنسټیز کارونه شامل دي.

نوموړي د یادو پروژو بشپړېدل د خلکو لپاره مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې راتلونکي کې د نورو ولسوالیو لپاره هم ورته پراختیایي پلانونه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ده زیاته کړه: «د پروژو چاري د شپږو میاشتو په موده کې بشپړي چې د کار پر مهال زرګونه کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې وه.»

د جغتو ولسوالي یو قومي مشر حاجي رحمت سلام‌وطندار ته وویل، د یادو پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د خلکو ستونزې تریوه بریده کمې شوې دي، خو ټینګار کوي چې د روغتیا، د سړکونو اساسي جوړولو، د پوهنې او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخوکې هم ورته نورې پروژې پلې شي.

یاده دې وي چې جغتو یوه له هغو لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې په تېرو کلونو کې د بیارغونې او پراختیا په برخه کې ورته پام نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام