د روزګان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې د (UNOPS) ادارې په مالي ملاتړ او د (CHA) موسسې په تخنیکي همکاري د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ګېزاب ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۵ پرمختیایي پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو ټولیز لګښت ۲۸۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی چې د زرګونو کسانو ژوند یې بدل کړی دی. د ګېزاب ولسوالي د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي وايي، دغه پروژې له کلونو وروسته د بدلون څرک ورته ورکړی دی.
په دغو پروژو کې د سړکونو رغول، د پلونو او پلچکونو جوړول، د اوبولګولو سېسټمونه، استنادي دیوالونه او د بېوزلو کورنیو لپاره د ټولنیز ملاتړ پروګرامونه شامل دي.
د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس ملا محمدغني بلال د پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وویل: «موږ هڅه کړې چې د هرې پروژې د تطبیق پرمهال د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسو، څو هره افغانۍ چې مصرفېږي، د ولس ژوند ته مستقیمه ګټه ورسوي.»
هغه زیاته کړه چې دا پروژې د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا، د وزګارتیا کمښت او د ټولنیز ثبات لپاره یوه مهمه لاستهراوړنه ده.

د (CHA) موسسې سیمهییز مسوول انجینیر عبدالمنان وویل: «په دې پروژو کې یوازې فزیکي کارونه نه دي شوي، بلکې د خلکو د خپلواک ژوند بنسټونه اېښودل شوي دي. د اوبو د سیستمونو جوړول، د سړکونو نښلول او د بېوزلو ملاتړ کول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیز ګامونه دي.»
د ګېزاب ولسوالي یو اوسېدونکی عبدالکریم وايي، د سړکونو جوړېدو سره یې د ژوند رنګ بدل شوی: «پخوا به موږ ناروغان په اوږو یانورو سختو لارو کلي ته رسول، اوس مو موټر کور ته راځي. زموږ کلی له ښار سره نښتی دی، دا زموږ د ژوند تر ټولو لوی بدلون دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اوبهخور برخه کې د کانالونو پاککاري، د پاخه کانالونو جوړول او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د سربندونو او حوضونه جوړ شوي چې د زراعتي حاصلاتو د زیاتوالي تمه هم ورسره تړل کېږي.
په ټولنیز ملاتړ برخه کې، د بېوزلو کونډو، یتیمانو، معلولانو او بېسرپرسته کسانو لپاره د خوراکي توکو مرسته شوې ده. د ۱۷۸۳ اړمنو کورنیو ته د ۱۰،۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شوي او ۹۱۴ بېسرپرسته کورنیو ته د چرګانو د روزنې وسایل ورکړل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د دغو پروژو په تطبیق سره شاوخوا ۱۵،۲۴۷ کسانو ته د ورځني کار زمینه برابره شوې، وه چې دا د سیمې د اقتصاد په بیا راژوندي کولو کې مهم رول لري.
ګیزاب ولسوالي د روزګان له هغو سیمو څخه ده چې د اوږدې ، بېکارۍ او محرومیت له امله یې ډېری بنسټیزې اسانتیاوې له منځه تللې وې. د سیمې خلک زیاتره د کرنې او مالدارۍ له لارې ژوند کوي، خو د سړکونو او اوبو د نشت له امله یې معیشت له ستونزو سره مخ و.
په وروستیو کلونو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او نړیوالو مرستندویانو د پام وړ هڅې کړې، څو د ګیزاب په څېر لرې پرتو سیمو ته د پرمختګ فرصتونه ورسوي. د اوسني پړاو پروژې د همدې لړۍ یوه برخه ده چې موخه یې د خلکو د ژوند د معیار لوړول او د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا ده.