Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې له نشې روغ ۱۲۵ کسانو سره د کاري فرصتونو لپاره مرستې وشوې

604671644_122131496876990235_4135714334447789189_n

په لوګر کې له نشې روغ شوي ۱۲۵ کسانو ته، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو، د AYSO موسسې تر چتر لاندې او دUNDP  په مالي ملاتړ نغدي مرستې او د حرفو د پرمخ وړلو وسایل ووېشل شول.

د لوګر د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس قاري نورالله محمود وویل: «د خوښۍ ځای دی چې نن ۱۰۵ تنو بېرته راګرځېدلو کسانو ته، له درې‌میاشتنیو حرفوي زده‌کړو وروسته، د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د ترلاسه کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول.»

په ورته مهال، د AYSO موسسې د پروګرامونو مسوول، محب‌الله یوسفزي وویل، هغه ۱۰۵ کسان بېرته راګرځېدلي کسان چې د لوګر د معتادینو په روغتون کې یې درملنه شوې وه، د خیاطۍ، موټرسایکل تخنیک او د سولري سیستمونو د ترمیم په برخو کې تر درې میاشتنۍ مسلکي روزنې وروسته ورته اړوند کاري وسایل ورکړل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، هغه ۲۰ تنه چې د مخدره موادو د اعتیاد له امله یې خپل کوچني کاروبارونه او حرفې له لاسه ورکړې وې، هر یوه ته د خپلې خوښې د کار د بیا پیل لپاره څه باندې ۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. د یادو دواړو پروژو ټولیز ارزښت نږدې ۷.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.

بل‌خوا، د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور «دین‌پرور» دغو بېرته راګرځېدلو کسانو ته وویل چې ا.ا ژمن دی چې د هېواد په ځانګړې توګه په لوګر کې په نشې روږدو کسانو درملنه او هغوي ته د زده کړو ترڅنګ د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د لوګر د معتادینو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون کې درې بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام