Asset 1SWN

هند کې د مذهبي مراسمو پرمهال ۱۲۱ کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي

۱۲۲۱۲۲۲۲۲

د هند په اترپردېش ایالت کې د «ست‌سنګ» مذهبي مراسمو پرمهال د ګڼې‌ګوڼې له امله ۱۲۱ کسان مړه شوي دي.

دغه پېښه سه‌شنبه، جولای دویمه د اترپردېش ایالت په هاتراس ولسوالي کې رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د پولیسو له قوله ویلي چې دې مراسمو ته ۲۵۰زره کسان راټول شوي وو، خو یوازې ۸۰زره کسانو ته دې مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

دې پېښه کې ژوندي پاتې شوي کسان وايي، د مراسمو تالار له تنګې دروازې د وتلو پر مهال د خاورو او دوړو یوه ناڅاپي څپه د دې لامل شوه چې خلک وترهېږي او د وتلو په هڅه کې یې یو بل تر پښو لاندې کړل.

د رویټرز راپور له مخې، پېښه کې ۱۲۱ کسان مړه شوي چې ۱۱۲ یې مېرمنې او اووه یې ماشومان دي. پېښه کې ۳۱ کسان ټپیان شوي هم دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې سیمه کې د هاټراس کلي روغتون چې د پېښې ډېری قربانیان وروړل شوي، ډاکټرانو یې رویټرز ته ویلي، ډېری کسان د ساه بندۍ له امله مړه شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام