Asset 1SWN

دریو ولایتونو کې ۱۲زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي

د سترګو ناروغي۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، دریو ولایتونو کې د دوو مرستندویه بنسټ له لوري د شاوخوا ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور نن (یکشنبه، سنبلې دویمه) کابل کې یوې غونډې ته وویل، د ملک‌ سلمان او البصر خصوصي مرستندویه بنسټونو په مالي ملاتړ کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ۱۲ زره د سترګو ناروغانو وړیا درملنې زمینه برابره شوې.

هغه وویل: «د افغاني سرې میاشتې روغتون کې به د ۴۰۰ ښځینه او نارینه ناروغانو د جراحۍ عملیات وشي او د ۴۰۰۰ نورو ناروغانو درملنه به وشي. له هغې وروسته به ننګرهار کې ۴۰۰ عملیات شي او ۴۰۰۰ د سترګو ناروغانو درملنه به وشي. ورپسې به کندهار کې د سترګو ناروغانو درملنه وشي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې د البصر بنسټ عمومي مدیر رضوان احمد بلوڅ وايي، په پام کې لري چې کابل کې د سترګو ناروغانو لپاره یو لوی تخصصي روغتون جوړ کړي.

دې سره، د سترګو یو شمېر ناروغان چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې روغتون ته یې مراجعه کړې له مرسته‌کوونکو بنسټونو غواړي چې د هېواد لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره هم دغه خدمات وړاندې کړي.

د یادونې ده چې روان لمریز کال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې هم د شاوخوا ۱۲ زره د سترګو ناروغانو درملنه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام