د اسراییل پوځي چارواکي وایي، د غزې تړانګې پولې ته څېرمه د پوځ د درېوو هاموې موټرو د ټکر له امله له ۱۲ اسراییلي سرتېري ټپیان شوي دي.
د اسراییلو رسنیو د راپور له مخې، په ټپيانو کې د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک او ۱۰ نور بیا لږ ټپيان شوي دي. د اسراییلو پوځ وايي، دغه پېښه د یوې عملیاتي چارې پرمهال رامنځته شوې او د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.
یوه سرتېري اسرائیلي رسنیو سره په مرکه کې ویلي: «د سختو دوړو له امله مو لېد له لاسه ورکړ او پر وخت مو غبرګون نهشو ښودلی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوځي سرچینې زیاتوي چې د موټرو د ګړندي تګ له امله د کنټرول له لاسه وتل هم ارزول کېږي. په سیمه کې یو میشت افسر ویلي: «اوس مهال په فلسطیني سیمو کې د پوځیانو د تګ راتګ پر چارو کافي څارنه نه کېږي. که څارنه او دننني انضباطي اقدامات پياوړي شي، داسې پېښې به کمي شي.»
د یادونې وړ ده چې د روان کال د سپتمبر میاشت کې هم د اسرائیلي پوځ یو هاموي موټر د غزې په شمال کې چپه شوی و چې له امله یې ۱۰ سرتېري ټپیان شوي وو.