Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي

لوګر- چوک

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې روانه اوونۍ د مرکز پل‌علم له هوټلونو او نانوایانو څخه څارنه شوې چې د یادې څارنې په ترڅ کې ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د ناقونه فعالیت له امله تړل شوې دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي مسوول ثناه‌ګل ګلزار سلام‌وطندار ته وویل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري له هوټلونو، نانوایانو او خوراکي توکو پلورنځيو څخه د قانوني فعالیت په موخه یو ګډ کمېسیون ګومارل شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کمېسیون به په اوونۍ کې درې ورځې دوشنبه، سه‌شنبه او چهارشنبه له بازار څخه څارنه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه زیاته کړه، روانه اوونۍ یاد کمېسیون د پل‌علم ښار له هوټلونو او نانوایانو څخه څارنه کړې چې په ترڅ کې یې، ۱۲ هوټلونه او ۷ نانوایانې د غیرصحي او غیر‌مسلکي فعالیت له امله تړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاد هوټلونه او نانوایانې به ترهغه تړلې وي چې خپل فعالیت قانوني مشتریانو ته وړاندې کړي.

ګلزار وایي، یادې څارنې د مستهلکینو د روغتیا، مالي مصونیت او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په هدف ترسره شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام